هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسف نړیوال سازمان له ولایتي مسؤل سره وکتل

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۲:۲
Afgb

 

تېره ورځ د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد په خپل کاري دفتر کې د یونیسف نړیوال سازمان د هلمند څانګې له مسؤل ښاغلي محمد اینوا ذکریا او یونیسف اړوند همکارو مؤسیساتو له مسؤلینو سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د یونیسف له ولایتي مسؤل محمد اینوا ذکریا او همکارو مؤسیساتو مسؤلینو له راتګ څخه مننه وکړل.
ښاغلي اینوا او همکارانو یې له ښاغلي راشد څخه وغوښتل چې د یونیسف اړوند، د کومو پروژو پرانیستنه ترسره کیږي هغه دې رسنیزه شي، د ده په خبره چې موږ د هلمند ولایت په ډېرو برخو کې مرستندویه پروګرامونه لرو چې خبري پوښښ ته اړتیا لري، په دې سره زموږ فعالیتونو ته انعکاس ورکول کیږي. 
ښاغلي راشد د یونیسف له کړنو خوښي وښوده او رسنیزه برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
حافظ راشد وویل، موږ په هغه کړنو چې ولس ته یې ګټه رسیږي خوشحاله کیږو او رسنیز پوښښ یې پر ځان لازم ګڼو، دا د ولس خدمت دی زموږ دولتي او شخصي رسنۍ همېشه د خپل ولس په خدمت کې دي.
په پاي کې همکارو مؤسیساتو مسؤلینو د رسنیو اړوند خپلې ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره شریکې کړې او هغه ډاډ ورکړ چې هره ستونزه به مو پر خپل وخت حل شي.
محمد اینوا ذکریا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنیزو همکاریو مننه وکړه چې د یاد سازمان سره یې ترسره کړي دي.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۰:۱۴
Background image

د کتاب کره کتنې کمېسیون غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې د بیهقي رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ د کتاب کره کتنې کمېسیون د ۱۴۰۲ هـ ش لومړۍ غونډه ترسره شوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

مالي او اداري معین د کونړ د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د موظفې کمېټې سره وکتل

د کرکټ بورډ ریاست د کونړ ولايت د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د لیک په وسیله ریاست الوزراء عالي مقام څخه د تېرې ادارې د کابینې ١٣٩٧/٦/٧ نېټې د (٨) مصوبې د تعدیل غوښتنه کړې وه.
د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۳:۳۸
Background image

زابل کې د کتاب لوستنې يو ورځنى نندارتون جوړ شو


نن سه شنبه (۱۷د ذوالقعدې۱۴۴۴) زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې د کتاب لوستنې په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې لسګونو تنو ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی و.
. . .

BACK TO NEWS