هارون حکیمي: له کرښې هاخوا افغانانو په سختو ورځو کې د افغانستان ملاتړ کړی او اوس یې بیا وخت دی چې خپل ملاتړ څرګند کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي وايي چې له کرښې هاخوا افغانانو تل په سختو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ کړی او نن یې بیا وخت دی چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. په وینا یې د بر افغان د ثبات لپاره د لر پښتنو ونډه هر وخت اړینه وه؛ خو اوس یې اړتیا لا ډېره شوې ده.
هارون حکیمي دغه څرکندونې نن د باچا خان (اصلاح الافاغنه) غورځنګ چې د ۱۹۲۱ کال د اپریل په لومړۍ د انګلیس پر وړاندې د ذهنونو د روښانولو له هڅې پیل شوی چې بیا یې د علمي او فرهنګي مبارزې لارې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی، د سلمې کالیزې په درشل کې د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د هېواد د جمهور رییس محمد اشرف غني فرهنګي سلاکارانو زرین انځور، اسدالله غضنفر، د علومو اکاډمۍ رییس ډاکټر ظاهر شکېب، مورخینو، لیکوالانو، د بېلابېلو بنسټونو استازو او علمي شخصیتونو استاد حبیب الله رفیع، عزیز، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت همکار بختیاني خدمتګار او ډاکټر طارق رشاد ګډون کړی و.
د دغه غورځنګ ۱۰۰ مه کالیزه د افغانستان د جمهور رییس د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت په همکارۍ په درې ورځني علمي- څېړنیز سمینار کې نمانځل کېږي.
د دغه سمینار علمي کمېټې نن د سمینار پر منځپانګه، چاپ شویو کتابونو، مقالو او د غونډې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
په پام کې ده دغه سمینار د روان کال د وږي میاشتې له نهمې څخه تر یوولسمې پورې په کابل کې پیل او په ننګرهار کې به د خان عبدالغفار خان پر مزار پای ته ورسېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي وايي چې دغه سمینار د باچا خان او د هغه د ملګرو د هڅو په درناوي جوړېږي.
د فرهنګ او هنر معین زیاتوي چې د باچا خان په علمي – څېړنیز سمینار کې به د اصلاح الافاغنه غورځنګ پر اړتیا او هڅو علمي مقالې ولوستل شي، په وینا یې اوس هم افراطیت ورځ تر بلې افغانستان او سیمه ننګوي.
په ورته وخت کې د باچا خان علمي – څېړنیز سمینار د علمي کمېټې غړي زرین انځور وویل چې سمینار ته پوره چمتووالی نیول شوی او د یاد سمینار لپاره ۱۳ کتابونه او ۴۰ علمي مقالې چاپ شوې دي.
د یادونې وړ ده چې دغه سمینار ته د هېواد او سیمې مطرح شخصیتونه رابلل کېږي او په بېلابېلو هنري او کلتوري اړخو سربېره به په یاد سمینار کې په تېرو سلو کلونو کې د (اصلاح الافاغنه) غورځنګ په هغه مبارزه چې د لر او بر افغانانو په ذهني تنویر کې یې کوم رول لوبولی دی، مقالې ولوستل شي .
کابل/ د زمري ۱۹ مه/ باختر