ننګرهار کې ۷ قلمه نيول شوي آثار د موزيم آمريت ته وسپارل شول

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۳:۳۹
…

چهارشنبه ( ۱۰ د شعبان ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت په طورخم فرضي کرښه څو ورځې وړاندې نيول شوي ۷ قلمه آثار چې د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارل شوي و، نن رسماً د موزيم آمريت ته د ساتنې په موخه وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: څو ورځې وړاندې ۷ قلمه آثار په طورخم فرضي کرښه کې د اسلامي آمارت د مجاهدينو له لوري نيول شوي و، چې د مجاهدينو له لوري د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارل شوي و، نن د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري احسان الله ساجد له لوري د ختيځ زون د موزيم آمريت ته د ساتنې په موخه وسپارل شول.

د ختيځ زون د موزيم آمريت مسؤلين وايي: دغه توکي به د یو پلاوي له لوري تشخیص او وروسته به په ډیپو کې ځای پر ځای شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۲۰:۱
Background image

د نیمروز ولایت د امارتي ادارو د ویندویانو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌ الله الهام د نيمروز د ټولو امارتي ادارو له نشراتي او مطبوعاتي استازو او ویاندویانو سره د دوه اړخيزو همکاریو د رامنځته کولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۸:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر د ناروې هیواد له شارژدافیر البرټ الساس سره وکتل

پنجشنبه (۱۴ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ناروې هېواد شارژدافیر البرټ الساس سره وکتل.په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

نن پنجشنبه د (۱۴۴۶ شعبان ۱۴ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د کار کوونکو د چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان او ورسره مل پلاوي بغلان. . .

BACK TO NEWS