مولوي عتیق الله عزیزي: د اسلامي فرهنګ پر ودې او ملاتړ ټینګار وکړ

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۴:۱۹
 مولوي عتیق الله عزیزي: د اسلامي فرهنګ پر ودې او ملاتړ ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د تبیان مرکز او د آوا خبري آژانس له ځينو چارواکو سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د ویاړ ځای دی چې نن په هېواد کې له عالمانو، فرهنګیانو او خبریالانو سره وینم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي معینیت کې زموږ دنده دا ده چې له فرهنګي مرکزونو سره همکاري وکړو او د هېواد له بېلابېلو قومونو سره اړیکې ونیسو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین وویل: موږ تل غوښتل چې اهل تشیع هم له موږ سره همکاري وکړي؛ ځکه چې د افغانستان اهل تشیع له اسلامي امارت سره ډېر ګډ ټکي لري.

هغه څرګنده کړه؛ دښمنانو تل هڅه کړې او اوس هم غواړي چې په بېلابېلو دسیسو سره اهل تشیع له اسلامي امارت څخه لرې کړي.

عزیزي زیاته کړه چې دا زموږ دیني او وجداني دنده ده چې په خپل هېواد کې اسلامي فرهنګ تقویت او ودې له پاره کوټلي ګامونه واخلو او له ټولنې غربي فرهنګ لرې کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین وویل: په تېرو شلو کلونو کې بهرنیو هېوادونو د پوځي فعالیتونو ترڅنګ رسنیز او فرهنګي فعالیتونه هم کول؛ تر څو زموږ خلک له خپلو فرهنګي ارزښتونو څخه لرې وساتي.

هغه زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارپوهانو نظرونه راټولوي؛ تر څو وکړای شي په هېواد کې اسلامي او افغاني فرهنګ پلي کړي.

کابل/ د وري ۱۷ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۰
Background image

نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” افتتاح شد

مولوی سعد الدین سعید معین مالی، اداری و گرځندوی وزارت اطلاعات وفرهنگ، امروز نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” را در نگارستان ملی افتتاح کرد .

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی نړېواله ورځ ونمانځله

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ګرځندوی او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

. . .

BACK TO NEWS