مولوي سعدالدین سعید: هوټلدارۍ د افغاني میلمه پالنې اصلي هنداره ده

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۴:۵۵
د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتوت له خوا د انټرکانټیننټال دولتي شرکت ۷۰ کارکوونکو ته د یوې اوونۍ ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد. باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ورکشاپ د برخه والو په فراغت غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي سعدالدین سعید ویلي دي چې هوټلدارۍ د افغاني میلمه پالنې اصلي هنداره ده. هغه ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې کوي د هوټلدارۍ د ظرفیت لوړونې په برخه کې له دولتي او خصوصي هوټلونو سره همکاري وکړي. په همدې حال کې د انټر

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتوت له خوا د انټرکانټیننټال دولتي شرکت ۷۰ کارکوونکو ته د یوې اوونۍ ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ورکشاپ د برخه والو په فراغت غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي سعدالدین سعید ویلي دي چې هوټلدارۍ د افغاني میلمه پالنې اصلي هنداره ده.

هغه ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې کوي د هوټلدارۍ د ظرفیت لوړونې په برخه کې له دولتي او خصوصي هوټلونو سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د انټرکانټیننټال دولتي شرکت رئیس مولوي عبدالصمد تایب د دغه ورکشاپ د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په دغه هوټل کې کورنیو او بهرنیو میلمنو ته معیاري خدمتونه وړاندې کېږي او د دغه شان پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د کابل انټرکانټیننټال دولتي هوټل ۵۳ کاله لرغونتیا لري او په کې کورنیو او بهرنیو میلمنو ته په وخت او معیاري ډول خدمتونه وړاندې کېږي.

کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۰
Background image

نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” افتتاح شد

مولوی سعد الدین سعید معین مالی، اداری و گرځندوی وزارت اطلاعات وفرهنگ، امروز نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” را در نگارستان ملی افتتاح کرد .

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی نړېواله ورځ ونمانځله

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ګرځندوی او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

. . .

BACK TO NEWS