مولوي سعدالدین سعید: د جام منار د ساتنې او ټینګښت په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ

farzad_moicgovaf
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۷ - ۱۳:۵۷
مولوي سعدالدین سعید: د جام منار د ساتنې او ټینګښت په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي سعدالدین سعید نن په کابل کې د یونسکو سازمان له مسوول سره په غونډه کې د جام منار د ساتنې او ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي آبداتو او لرغونپوهنې د ساتنې رییسان او دغه راز د یونسکو د فرهنګي څانګې مسوول شتون درلود، د غور جام منار ته د سیلاونو د خطر د مخنیوي او د جام سیند د پاکولو په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو خبرې اترې وشوې.

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزات  د استازو هيئت ته دنډه وسپارل شوه چې ډیرژر په غور کې د جام منار ساحې له نږدې وګوري او له څېړنې وروسته دغه هیئت د منار د ساتنې او ټیګښت په خاطر عملي اقدامات ترسره کړي.

په همدې ترتیب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین د هېواد د لرغونې آثار، فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو په تېره بیا هغو آبدو چې په خطر کې دي  د ساتنې د ټینګښت په موخه د دغه وزارت د پاملرنې او هلو ځلو ډاډ ورکړ.

وروسته د یونسکو سازمان مسوول د افغانستان د تاریخي آبدو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په زمینه کې د دغه سازمان د زیاتو همکاریو لپاره چمتوالی څرګند کړ.

کابل/ د سلواغی ۷/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۰
Background image

نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” افتتاح شد

مولوی سعد الدین سعید معین مالی، اداری و گرځندوی وزارت اطلاعات وفرهنگ، امروز نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” را در نگارستان ملی افتتاح کرد .

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی نړېواله ورځ ونمانځله

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ګرځندوی او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

. . .

BACK TO NEWS