ملا خيرالله خيرخواه: ټول افغانان سره ورونه دي او حکومت د شيعه ګانو پر وړاندې مثبت ذهنيت لري

farzad_moicgovaf
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۱۳:۲۱
ملا خيرالله خيرخواه: ټول افغانان سره ورونه دي او حکومت د شيعه ګانو پر وړاندې  مثبت ذهنيت لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه نن د افغانستان د شيعه  عالمانو د شورا له مرستيال محمد اکبري سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې بايد ټول  د يووالي او پيوستون لپاره هلې ځلې وکړي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په افغانستان کې د شيعه عالمانو د شورا مرستيال محمد اکبري په هېواد کې د شیعه ګانو د رول په اړه معلومات ورکړل  او د افغانستان له اسلامي امارت سره يې خپل ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.

اکبري خپل يو لړ وړانديزونه او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او زياته يې کړه چې  شيعه ګان هيله لري چې د اسلامي امارت په نظام کې د دوى ځاى او مقام  برقراره  وي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د افغانستان خلک  سره ورونه دي او اسلامي امارت  د شيعه ګانو پر وړاندې مثبت فکر او ذهنيت لري او په  حکومت کې به هغوى ته  ښه ځاى او مقام په پام کې ونيول شي.

هغه ټينګار وکړ چې ستونزې په تفاهم سره حل کېږي او ټول بايد د يووالي او پيوستون د ټينګښت په لاره کې هلې ځلې وکړي او دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.

کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۰
Background image

نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” افتتاح شد

مولوی سعد الدین سعید معین مالی، اداری و گرځندوی وزارت اطلاعات وفرهنگ، امروز نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” را در نگارستان ملی افتتاح کرد .

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی نړېواله ورځ ونمانځله

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ګرځندوی او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

. . .

BACK TO NEWS