ملاخیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

moic_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۲۹
Khairkhwa-EU-Metting-Moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ستر سیاسي سلاکار جیني ګرین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړو لوریو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو ترڅنګ پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.
سرپرست وزیر یادو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي مصالحو په نظر کې نیولو سره د بیان او رسنیو ازادۍ ته پوره ژمنتیا لري.
خیرخواه همدارنګه د اروپايي ټولنې د ستر سیاسي سلاکار څخه له رسنیو، رسنیزو بنسټونو او افغان خبریالانو سره د اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر راغلو مېلمنو ته د (رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون) په اړه معلومات او ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به تر خپلې وسې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې توماس نیکولسن د رسنیو او د بیان ازادۍ ته د اسلامي امارت د ژمنتیا له کبله خوښي څرګنده کړه.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تر دې وړاندې د بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره هم کتلي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره وکتل

نن (۱۴۴۴/۱۱/۱۴ هـ ق) د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د دغه ولایت د خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ ناسته وکړه او له دوی یې وغوښتل چې خپل نشرات د اسلامي اصولو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د اچکو موسسې رئیس د هنر او کلتور معین سره وکتل


اچکو موسسه چې په افغانستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي، رئیس یې نن پنجشنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره وکتل، چې پر. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د ‏ځوانانو چارو معین د ترکیې بنسټونو له مشرانو سره وکتل

تېره ورځ په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزو سیاليو د پای په مراسمو کې چې له ۱۲ ولایتونو څخه پکې ۱۵۰ لوبغاړو ګډن کړی و، د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد، په کابل کې د ترکیې موسسې. . .

BACK TO NEWS