محمد طاهر زهیر: خلک حق لري چې د دولتي ادارو له منته پرته اطلاعات وغواړي

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۹:۳۷
محمد طاهر زهیر: خلک حق لري چې د دولتي ادارو له منته پرته اطلاعات وغواړي

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په شتون او د روڼتیا څار په اهتمام نن ونمانخل شوه.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه جوړ شوی و، په پیل کې د روڼتیا څار اجرایي  رییس سید اکرم افضلي په ۱۹ دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د خپلې ادارې د څېړنیزو موندنو رپوټ وړاندې کړ. د دغه رپوټ د موندنو له مخې، د کرنې او اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او ملي تدارکاتو اداره په وار سره لومړی، دویم او درېم ځای  لري.

د غونډې  په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند محمد طاهر زهیر اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې مبارکی وویله او زیاته یې کړه چې د ښاروندانو حقوق په اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو کې ټاکل شوي دي او خلک حق لري چې د ادارو له منته پرته د اطلاعاتو غوښتنه وکړي او ادارې د قانون له مخې مکلفې دي چې ښاروندانو ته اطلاعات ورکړي.

همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند انوارالحق احدي، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون کمیشنر سید حشمت الله هاشمي او د ملي  تدارکاتو ادارې لوی رییس الهام عمرهوتکي خبرې وکړې. ویناوالو د لاسته راوړنو او په خپلو اړوندو ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه وغږېدل.

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

BACK TO NEWS