محمد طاهر زهیر: بدخشان زیاتې توریستي او طبیعي جاذبې لري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس نقیب الله ثاقبیار سره په کتنه کې، دغه ولایت د زیاتو توریستي او طبیعي جاذبو لرونکی وباله. په پیل کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دغه ریاست د فعالیتونو او فرهنګي لاس ته راوړنو په اړوند معلومات ورکړل او د فرهنګي اوونۍ چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې ونماځل شوه، رپوټ یې وړاندې کړ. هغه بدخشان د فرهنګي کمربند یوه برخه وبلله او د فرهنګي مرکز د جوړولو طرحه یې د وزارت له سرپرست سره شریکه کړه. ثاقبیار دغه راز د ۲۱ فعالو رسنیو د شتون خبر ورکړ او د تاریخي آبدو بیارغاونې ته یې د وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه. په بدخشان کې د ګرځندوی صنعت پراختیا، د توریزم په برخه کې د عوایدو زیاتوالی، د بدخشان د مطبعې فعالېدل، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تشکیلاتي جوړښت کې زیاتوالی، د سېلانیانو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کول، د عوایدو زیاتېدل او په لرغونو ساحو کې د کېندنو پیل د کتنې نورې مهمې خبرې وې. په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر د نقیب الله ثاقبیار له فعالیتونو څخه په قدردانۍ سره، بدخشان د زیاتو توریستي او طبیعي جاذبو لرونکی وباله او په دغه ولایت کې یې د ګرځندوی صنعت د پراختیا په برخه کې د دغه ریاست پر زیاتې پاملرنې ټينګار وکړ.
کابل / د تلې١٥مه / باختر
