محمد طاهر زهير له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د ايران د فرهنګي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت له سفير بهادر امينيان سره په غونډه کې، په فرهنګي برخه کې د دغه هېواد د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم او د خلکو فرهنګ رييسانو او دغه راز د ايران سفارت د فرهنګي برخې مسوول او کارپوه هم حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په فرهنګي په ځانګړې توګه د ملموسو او ناملموسو فرهنګي ميراثونو په برخو کې د دغه هېواد پر همکاريو ټينګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان د يوشمېر ملموسو فرهنګي ميراثونو د ترميم او بيارغاونې، د ګډو فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو او نورو فرهنګي برخو کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د ايراني لوري پاملرنه جلب کړه.
دغه راز د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم او د خلکو فرهنګ رييسانو هم د فرهنګي ميراثونو د ترميم او مرمت کولو، تاريخي آبداتو او د ناملموسو فرهنګي ميراثونو په برخو کې د روزنيزو پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د ايراني لوري د همکاري غوښتنه وکړه.
دغه راز په کابل کې د ايران سفیر په يادو برخو کې د دغه هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې په ايران او افغانستان کې به د ملموسو او ناملموسو فرهنګي ميراثونو په برخو کې د زده کړې زمينه برابره کړي.
کابل/ د مرغومي ۲۱ مه/ باختر