محمد طاهر زهير د ” روشنګري افسون “ کتاب د مخکتنې په غونډه کې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو په نشر او خپراوي کې، د هېواد له ليکوالو سره مرسته کوي

farzad_moicgovaf
جمعه ۱۳۹۹/۱۰/۱۹ - ۱۴:۵۰
محمد طاهر زهير د ” روشنګري افسون “ کتاب د مخکتنې په غونډه کې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو په نشر او خپراوي کې، د هېواد له ليکوالو سره مرسته کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير پرون د ډاکټر محمد يعقوب يسنا د “روشنګري افسون” کتاب د مخکتنې په غونډه کې پر فرهنګي پراختيا ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې محمد طاهر زهير وويل چې په افغانستان کې د مطالعې او کتاب خپرولو فرهنګ ډېر لږ دى او د “روشنګري افسون” کتاب چاپېدل کولاى شي د مطالعې او نشر د فرهنګ د پياوړي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

زهير زياته کړه چې په هېواد کې د کره کتنې فرهنګ بايد جدي شي او کتاب په هغه بڼه چې دى؛ بايد کره کتنه یې وشي. هغه پر فرهنګي پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو په نشر او خپراوي کې د هېواد له ليکوالو سره مرسته کوي.

د خامه پرس خبري آژانس مسوولې مدیرې فاطمې هاشم، ډاکټر يعقوب يسنا يو پياوړى ليکوال وباله او ويې ويل چې هغه د علاقې وړ څو آثار او علمي مقالې چاپ کړې دي.

د هغې په باور؛ دغه کتاب پر ساده ليکنې ټينګار کړى او مخاطب عقلاني تفکر ته رابولي.

د هېواد ليکوالې ډاکټرې حميرا قادري د ياد کتاب د جنسي تبعيض برخه نقد کړه او ويې ويل چې په ټولنه کې نه يوازې ښځې بلکې نارينه هم د جنسي تبعيض قرباني شوي دي.

هغې زياته کړه چې د دغه کتاب يوه نقيصه د مطالبو د ښه سمون نشتوالى دى.

دغه کتاب په کابل کې مقصودي انتشاراتو موسسې په يو ټوک او ٤٧۵ مخونو کې  چاپ کړى دى.

کابل/ د مرغومي ١٩مه/ باختر  

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
Background image

محمد طاهر زهير: ټول بايد د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې ونډه واخلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ( په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا پر خلاف مبارزه کې د خبريالانو، فرهنګيانو او ښاريانو رول) په اړوند جوړ شوي پروګرام کې وويل: په کابل. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

دردې که انتها نداشت شعري ټولګه پرانستل شوه

د سيد عبدالعظيم موسويان شعري ټولګه (دردې که انتها نداشت) اثر د باميانو په مرکز کې کره کتنه او پرانستل شوه.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په باميانو ښار کې په همدې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۵:۸
Background image

په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پرون پای ته ورسېد.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه ورکشاپ چې (ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو. . .

BACK TO NEWS