محمد طاهر زهير: د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره د زېر بناوو پر جوړولو ټينګار
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د ګرځندوي په نړيواله ورځ د سيلانيانو په جذبولو کې د سولې پر رول ټينګار وکړ.
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ګرځندوي نړيواله ورځ په کابل کې د لاسي صنايعو د نندارتون په پرانستلو سره ونمانځل شوه.
په دې نندارتون کې لاسي صنايع او وطني محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي او درې ورځې د مينه والو پرمخ پرانستى دى .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهير د دغه نندارتون د پرانستلو په وخت کې وويل چې افغانستان د ګرځندوي ډيرې جاذبې لري او کېداي شي نړيوالو سيلانيانوته يو هدف وي.
د هغه په خبره د سيلانيانو جذبول د بنسټونو جوړولو ته اړتيا لري چې يو بنسټ سوله ده چې افغانستان د سولې له نشتوالې څخه ځورېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې افغانستان په ٤٠ لسيزه کې د نړيوالو سيلانيانو مقصد و او منظم پروګرام شتون لري چې په هېواد کې د سولې له ټيګښت وروسته د سيلانيانو د جذبولو زمينه برابره شي .
محمدطاهر زهير زياته کړه چې په افغانستان کې د ګرځندوي د جاذبو د ښه والي او معرفي کولو په مقصد د ګرځندوي ملي بورد جوړ شوى دى چې په هغه کې د خصوصي برخې رول ډير ارزښتناک دى .
دهغه په باور په هېواد کې د ګرځندوي صنعت د څرخ فعاليدل د ملي او د کورنيوعوايدو د زياتوالي او د بې وزلۍ د له منځه تللو سبب کېږي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګرځندوي صنعت د رواجولو لپاره پراخ پروګرام لري او د سيلانيانو هرکلي ته چمتودى.
-کابل/ د تلي ٦مه / باختر:
