محمد طاهر زهير د لاجورد فلم ملي جشن د پرانیستلو په مراسمو کې: سینما کولاى شي فرهنګ تبلیغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون پرون د لاجورد فلم ملي جشن په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې په تالار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست د يو شمېر خصوصي بنسټونو په همکارۍ جوړ کړی دی. په دغه جشن کې د هېواد فلم جوړوونکو ٢١٠ فلمونه لېږلي دي چې له دې جملې څخه د غوراوي پلاوي ۵۵ فلمونه انتخاب کړي او سيالۍ ته يې وړاندې کړي دي.
دغه فلمونه په آريانا، نمای رسانه او آى خانم سينماګانو او دغه راز په کابل، دنيا او غالب پوهنتونونو، معرفت په عالي لېسه، تاج بيګم رستورانت او باغ زنانه کې د ليندۍ تر ١٠ مې پورې نندارې ته وړاندې کېږي. د دغه جشن د پرانیستلو په مراسمو کې لومړى د هېواد د لومړۍ مېرمنې پيغام خپور شو چې هغې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افعان فلم رياست په نوښت د لاجورد فلم د لومړني ملي جشن د جوړولو په خاطر د سينما کارکوونکو او هنرمندانو ته مبارکې وويله. دغه راز د هېواد لومړۍ مېرمنې د سينما او فرهنګ د ودې په لاره کې د سينماګرانو د هلو ځلو قدرداني وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د هېواد سينماګران د هېواد د اصيل فرهنګ په رواجولو کې د خپلو فلمونو له لارې هلې ځلې وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د دغه جشن جوړول یو ښه ګام وباله او د هېواد سينمايي ټولنې ته يې مبارکې وويله. هغه د ٤٠ کلنو جګړو او ناخوالو چې ټولو برخو په تېره بيا فرهنګې برخې ته یې زيات زيانونه اړولي دي؛ يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې فرهنګ مناسب وضعیت نه لري او څنډې ته تللی دى. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په افغانستان کې د سينما د حالت په اړوند معلومات ورکړل او له فلم جوړوونکو څخه يې وغوښتل چې د فلم جوړولو صنعت او سينما د ودې او ښه والي لپاره پانګونه وکړي او دغه راز له هغوى سره يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ. هغه څرګنده کړه چې سينما د يو ښار روح دى او سيمنا کولاى شي فرهنګ تبليغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي.
وروسته د لاجورد فلم د ملي جشن مديرې مريم جهانبين د دغه جشن په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې یاد جشن د هېواد د فلم جوړوونکو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت دى.
د دغو مراسمو په بهير کې د دغه جشن د انتخابي فلمونو لنډې صحنې او دغه راز د هېواد د سابقه لرونکو هنرمندانو د عکسونو لنډ فلم نندارې ته وړاندې شو. په همدې ترتيب په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې رييس په خپلو خبرو کې د افغانستان له فلم جوړوونکو او هنرمندانو سره د دغه بنسټ همکاري څرګنده کړه. هغه وويل: هر کال یو شمېر افغان هنرمندان د دغه فرهنګي بنسټ له لارې د لوړو زده کړو په خاطر روسيي ته استول کېږي او په دې برخه کې د خپلو زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
دغه راز په دغو مراسمو کې د افغان فلم رييسې صحرا کريمي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د فلم او سينما صنعت د ودې لپاره د دغه جشن جوړول ارزښتناک وبلل او د هغو بنسټونو او خلکو د همکارۍ له امله يې مننه وکړه چې د جشن په جوړولو کې يې له افغان فلم رياست سره همکاري کړې ده.
د جشن د پرانیست مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د هېواد بريالۍ فلم جوړوونکې رويا سادات برابر شوي ستاينليکونه او تنديسونه ذبيدې سحر او د سعيد اورکزي او نورهاشم ابير استازو ته ورکړل.
کابل / د ليندۍ ٢مه / باختر