محمد طاهر زهير: افغانستان د توريستي او طبيعي جاذبو ډک هیواد دى

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۹:۳۳
محمد طاهر زهير: افغانستان د توريستي او طبيعي جاذبو ډک هیواد دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست وزير محمد طاهر زهير د جمهوري رياست د چارو ادارې رياست د پانګونې د آسانولو واحد له مسوول او همکارانو سره وکتل.
د کتنې په پيل کې د جمهوري رياست د چارو ادارې رياست د پانګونې د آسانولو واحد د تحقيق او پراختيا رياست مرستيال سعيد جان ځدران په افغانستان کې د ګرځندوى په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د پېژندنې په اړوند خبرې وکړې او د دغه رياست له لوري د توريزم په برخه کې د معلوماتو د راټولولو د پوښتنليک په اړه چې پنځه برخې ( د سکتور ځانګړنې، د پانګونې فرصتونه، د پانګونې د وضعيت / حالت تحليل، له ګاونډي او سيمې سره پرتله او د پانګونې د وضعيت محددويتونو) پکې شاملې دي؛ معلومات وړاندې کړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست وزير په خپلو خبرو کې له تېلو وروسته "ګرځندوى" د نړۍ تر ټولو زيات عايد لرونکى صنعت وباله او زياته يې کړه چې د نړۍ زيات هېوادونه له دغه صنعت څخه په استفادې سره خپل کلني عوايد زيات کړي دي.
هغه دغه راز افغانستان د توریستي او طبيعي جاذبو ډک هېواد وباله چې هر ګوټ يې د ملي او بين المللي سيلانيانو لپاره ځانګړى جذابيت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوى صنعت د ودې او د سيلانيانو د جلبولو لپاره شپږ حوزې مهمې وبللې چې امنيت، ځمکني او هوايي ترانسپورت، د هوټلدارۍ خدمتونه، فرهنګي او طبيعي جاذبې او د ويزې د اخيستلو په برخه کې د اسانتياوو برابرول په کې شامل دي.
په پاى کې د تحقيق کارپوه ولي الله بارکزي، د پاليسۍ او پلان جوړولو رياست د تحقيق او پراختيا کارپوه نجيب الله ملي، د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د آسانولو واحد د پاليسۍ او پلان جوړولو رياست د تحقيق او پراختيا کارپوه غلام حسين حساس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رياست سرپرست مرتضى عزيزي په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ودې په خاطر خپلې نظريې او وړانديزونه شريک کړل.
کابل / د تلې ۹ مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

BACK TO NEWS