محمدطاهرزهیر: افغانستان د ټولوافغانانو ګډ کوردی

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۹:۵۹
محمدطاهرزهیر: افغانستان د ټولوافغانانو ګډ کوردی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر د ترکمنو له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ترکمنو مشرانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د یو شمېر ترکمني ځوانانو د جذب  او د ترکمني ژبې او ادبیاتو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر خبرې وکړې او  ویې ویل چې ترکمنان د افغانستان ویاړ دی او د تاریخ په اوږدو کې یې د ملت او هېواد لپاره  په بېلابېلو برخو کې ویاړونه ګټلي دي.

همدارنګه محمدطاهر زهیر په اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کې د ترکمنو د کادرونو د جذب په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

کابل/ د وږي ۱۹مه/ باختر

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رئیس و ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ!

تېره ورځ د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي او ورسره مل پلاوي چې د ياد رياست مسلکي انجنیران  دي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ذبیح الله نوراني سره. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کميسيون خبرتیا!

ټولو اصنافو ( دوکانونو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوند بنسټونو) ته خبر ورکول کیږي، هغه لیکدړې/لوحې او تابلوګانې، چې د بهرنیو ژبو عبارات او اصطلاحات پکې کارول شوي دي. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۵:۸
Background image

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو یو شمېر کشف شوي تاریخي اثار ترلاسه شول

پنج شنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه کشف شوي تاریخي اثار او مجسمې ترلاسه کړې چې د الینګار ولسوالۍ په کُلمان دره کې د خلکو لخوا د کیندنو پرمهال. . .

BACK TO NEWS