مجاهد: هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي سیمې خپل شخصي ملکیتونه وګرځوي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲
مجاهد: هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي سیمې خپل شخصي ملکیتونه وګرځوي

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې د ټولو تاریخي سیمو او آثارو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد نن په هلمند کې د باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکې کې وکړې.

نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي او د ځوانانو چارو معین ملا فیض الله تمیم  سره هلمند ته په دې موخه په رسمي سفر راغلی چې په دغه ولایت کې ځینې تاریخي آبدې وګوري او اړوند مسوولینو ته د فرهنګي میراثونو او تاریخي کلاګانو د ساتنې په برخه کې جدي سپارښتنې وکړي.

ښاغلی مجاهد وایي چې اسلامي امارت د تاریخي آبداتو د ساتنې په برخه کې جدي اقدامات کوي، چې په وینا یې د تاریخي سیمو د بیا رغونې لپاره یې له نړیوالو هم غوښتنې کړي او ځنیو نړیوالو موسسو ورسره ژمنې کړي چې هغه تاریخي آبدات چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، ورغوي.

هغه زیاته کړه: هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي ځایونه خپل شخصي ملکیتونه وګرځوي، ابادۍ پکې وکړي او یا یې هم غصب کړي.

د یادونې وړ ده چې په هلمند کې ۸۰ تاریخي کلاګانې شته چې ۲۱ یې په مرکز لښکر ګاه کې دي.

کابل/ د کب ۱۴ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۱۲
Background image

د نشراتو معین د سیرت النبيﷺ په غونډه کې د سیرت النبيﷺ کتاب پرانیسته وکړه

 

نن یکشنبه (۱۴۴۵/۳/۱۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ښاغلي مهاجر فراهي د کابل ده سبز ولسوالۍ د تره خیلو عالي لېسه کې د سیرت النبي په غونډه کې ګډون وکړ او د یادې لیسې د. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۳:۰
Background image

د ا.ا.ا. استازي د ملګرو ملتونو د توریزم سازمان په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي سعدالدین سعید، د «UNWTO» نړیوال سازمان د بلنې  پر اساس، د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت دوه ورځني کنفرانس کې چې د سعودي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۰:۴۰
Background image

له دوبۍ څخه يو تن سيلاني عبدالواحد د بدخشان واخان ولسوالۍ ته سفر وکړ

 

د عربي متحده اماراتو څخه د نړۍ لومړنی سیلاني عبدالواحد د بدخشان ولایت د طبیعي جاذبو د لیدو په موخه په موټر کې د بدخشان ولایت واخان ولسولۍ ته سفر وکړ.
عبدالواحد چې له يوې مياشتې. . .

BACK TO NEWS