فرهنګي معینیت

   د پوهاند محمدرسول باوري لنډه پېژندګلوي

 

 نوم: محمد رسول 

 کورنی نوم:   باوري

د پلار نوم:     مرحوم اختر محمد

زیږد کال:      ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال )

د زیږېد ځای: دهراوت ولسوالي

ولایت :         روزګان

مدني حالت:    متاهل

د کورنی غړي: ( یوه مېرمن، دوه زامن او یوه لور )

د زده کړو بهیر:

 ---  ۱۳۶۲ ---١٣٦٤ ل.ل کال ، د ماسترۍ ( M.A    ) ډېپلوم، (د افغانستان  تاریخ) کابل پوهنتون.

--- ۱۳۵۴ --- ۱۳۵۸ ل.ل کال د لیسانس (   B.A  ) ډېپلوم تاریخ څانګه، کابل پوهنتون.

--- ۱۳۴۲ --- ۱۳۵۴ ل.ل کال د بکلوریا د دولسم ټولګي فراغت  سند تر لاسه کول.

 

 

دندې:

--- ۱۳۹۵ ل.ل کال د جدي میاشتې راهیسې ۲۸ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معین په توګه دنده ترسره کوي.

--- ۱۳۹۴ ل.ل کال له غبرګولي میاشت، تر اوسه د کابل پوهنتون د لرغونپوهنی څانګی استاد.

--- ۱۳۹۱ ---۱۳۹۴ ل.ل په خوست ولایت کی د شیخ زاید پوهنتون رییس .

---  ١٣٨۹ ---۱۳۹۱ ل.ل کال د کابل پوهنتون په لرغونپوهنې څانګې کې له بیا ټاکل کېدو وروسته، د استاد په توګه دنده.

--- ۱۳۸۸ --- ۱۳۸۹ ل.ل کال د پوهنې وزارت په نصاب اداره کې د تاریخ څانګې د مشر په توګه دنده. 

---  له ١٣٨٣ ل.ل تر ١٣٨٧ ل.ل کاله د هالند هيواد په ګروننګين دولتي پوهنتون کې د لرغونو ژویو پوهنې دیپارتمنت کې د استاد په توګه دنده .

--- په ١٣٧٧ ل.ل کال هالند هيواد ته کډوال کیدل .

---د ١٣٦٠ ل.ل تر ١٣٧٦ ل.ل کاله د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي د لرغونپوهنې په څانګه کې د استاد په توګه  دنده .

 محمدرسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايحو ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې بيا تر پوهنوالی علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړي او په دې ترڅ کې يې اته ویشت عنوانه علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي دي، چي له هغو څخه تر شل عنوانه زیات کتابونه د کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ او يوشمير بهرنيو علمي موسسو له خوا چاپ او خپاره شويدي .  

د یو شمیر چاپ شويو  اثارو عنوانونه:

١ _ د روښانيانو غورځنګ ( مونوګراف  چي وروسته خپور سو ) ١٣٥٨ .

۲ _  اصول وتحقيقات باستانشناسي؛ کابل پوهنتون  ١٣٦١  .

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٤ .

۵ _  باستانشناسي افغانستان؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٥  .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني. کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _  افغانستان در عهد باستان؛ دولتي مطبعه  ١٣٦٧. 

۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ). کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه، پرنسيپونه او ميتودونه؛ ملي موزيم  ١٣٦٩  .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان؛ لومړی چاپ یې د سلام فرهنګي ټولنې له لورې خپور شویدی او دوهم چاپ یې د امیري خپرندوې ټولنې له  لورې  چاپ شوی دی.  ١٣٧١  .

۱۱ _  موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان؛ د سپک ټولنې له لورې خپور شوی دی.   ١٣٧٤ .

۱۲_  لرغونپوهنه، عملي لارې چارې؛ په جرمني کې افغانستان  فرهنګي ودې ټولنې له لورې خپور شوی دی. ١٣٨١

۱۳ - په انګريزي ژبه  Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۴ - په هالنډي ژبه Drenthe. 2003 . Assen: Nederland  Samenwerken in Archaeologie in

۵ ۱- موزیم پوهنه او په افغانستان کې د موزیمونو لوړې ژورې . په جرمني کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې له لورې خپور شوی دی . ۱۳۸۶ .

۱۶_ لرغونی افغانستان، د ميدان وردګ ولايت د ليکوالو په نوښت د مڼې ګل په وياړ په ١٣٨٨ لمريز کال کې خپور شو.

١٧ _ لرغونې نړۍ، ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه(   د پکتيا پيژندنې  سيمنار په وياړ خپور شو. ۱۳۸۹ ل.ل.

١٨ - په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨. د افغانستان د سيمه ییزو څيړنو مرکز له لورې خپور شوی دی. ۱۳۹۱ ل.ل.

۱۹ - د لرغونپوهنې بنسټونه ، د لوړو زدکړو وزارت د نشراتو ریاست له لورې خپور شوی دی۰(۱۳۹۲ل.ل.

۲۰ - د افغانستان د تاریخ پنځوس پاڼی، د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې د ۱۳۹۳ یم ل.ل کال د نوروز جشن په ویاړ خپور شو. ( ۱۳۹۲ ) او نور.

 --- تر درې سوه زياتي مقالې يې د هيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کې چاپ او یا په ویبپاڼو کې خپرې شوې دي.

--- تر سلو زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کې يې ګډون کړيدی.

--- په ۱۳۶۵ ل.ل کال د علامه محمود طرزي د لیکوالۍ په مدال، ستایل شوی دی.

--- په ۱۳۹۱ ل.ل کال یي د مشورتي لویې جرګې د دایریدلو په بهیر کې د اغیزمنې ونډی له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د جمهوري ریاست محترم مقام له لورې ستاینلیک ترلاسه کړی دی.

--- په ۱۳۹۳ ل.ل کال د غازي میر بچه خان مدال ورکړل شو.

MOIC