غور کې له محلي رسنیو سره د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د انعکاس په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۲۴
..

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو له خبریالانو او د محلي رسنیو له مسؤلینو سره د عالیقدر اميرالمؤمنیين حفظه الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د موضوعاتو د انعکاس په موخه د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې د ناسمو رواجونو او بې ‌ځایه لګښتونو مخنیوی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم له ټولو خبریالانو او رسنیو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد فرمان د محتوا انعکاس ته پام وکړي، ځکه چې د فرمان ټول موارد د ولس د خیر، بریاليتوب او ګټې لپاره دي، باید د رسنیو له لارې خلکو ته ورسول شي.
ښاغلي زعیم زیاته کړه؛ باید ټولې رسنۍ د دې فرمان د مواردو په اړه بېلابېلې خپرونې چمتو او خپرې کړي.
په ناسته کې د غور ولایت د محلي رسنیو مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ټولو مواردو په انعکاس کې به جدي هڅې وکړي او دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۳
Background image

(د رڼا په لور ګډ سفر) په نوم لس ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسیده

د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ګڼ شمېر ځوانانو ته (د رڼا په لور ګډ سفر) په نوم لس ورځنی جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي؛ له دې ډول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۰
Background image

(د قرآن کریم د آیاتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خطاطانو ټولنې په همکارۍ د هنرمندانو د ملاتړ او د هنري آثارو لپاره د بازارموندنې په موخه (د قرآن کریم د آیتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه ځوانان فارغ شول

په بغلان، لوګر، فاریاب او پنجشېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه تنه ځوانان فارغ شول.
بغلان کې څه باندې درې زره تنه ځوانان، لوګر کې سلګونه تنه. . .

BACK TO NEWS