غزني کې د کتاب نندارتون جوړ شو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
..

غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت په تخنیکي پوهنتون کې (د کتاب واخله کتاب کیږده) عنوان لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون د یاد ریاست د مسؤلینو لخوا پرانیستل شو.
د یاد نندارتون د پرانېستې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغه نندارتون د جوړولو موخه د کتاب لوستلو د کلتور عامول او مطالعې ته د ځوانانو هڅونه یاده کړه.
نوموړي زیاته کړه؛ د کتابونو په دغه دوه ورځني نندارتون کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د البیروني عامه کتابتون او تخنیکي پوهنتون په همکارۍ سلګونه ټوکه کتابونه د یاد پوهنتون په انګړ کې نندارې ته ايښودل شوي، چې دوه ورځې به دوام ولري.
د ښاغلي نثار په خبره اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د ځوانانو لپاره  د کتاب لوستلو کلتور د غوړیدا لپاره بشپړه زمینه برابره کړي.
د تخنیکي پوهنتون رئیس پوهنمل فدا محمد محمدي د مطالعې کلتور عامولو او مطالعې ته د زده کړیالانو د هڅونې په برخه کې د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور وبلل، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې په یاد نندارتون کې د یوه کتاب په اخیستلو او یوه کتاب په کیښودلو سره  ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا هغه کتابونه، چې تاسو مخکې لوستلي دلته يې په بدل کې داسې کتاب ترلاسه کولای شئ، چې تر دې وړاندې مو نه وي مطالعه کړی.
د یادونې وړ ده چې په یاد نندارتون کې بېلابېل دیني، کلتوري، ادبي، ټولنيز او اقتصادي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي. 

۱۴۴۶/۵/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د پنځمې ناحیې عامه کتابتون کې د ماشومانو لپاره روزنیز او کلتوري پروګرام ترسره شو

د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کابل ښار د پنځمې ناحیې عامه کتابتون کې د ماشومانو لپاره روزنیز او فرهنګي پروګرام ترسره شو، چې پکې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم، د پنځمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۴۶
Background image

په بامیانو کې (د تاریخي او لرغونو سیمو اهمیت) په نامه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ایسا موسسې په همکارۍ (د تاریخي او لرغونو سیمو د اهمیت) په نامه د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې پکې د بامیانو والي، د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان کې د لرغونو آبداتو او تاریخي سیمو د ساتنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بېلابېلو امارتي ادارو استازو سره د تاریخي آبداتو د ویجاړېدو د مخنیوي او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه د همغږۍ میاشتنۍ ناسته وکړه. . . .

BACK TO NEWS