شېوای شرق: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ليکوالو د آثارو چاپ ته چمتو دی

farzad_moicgovaf
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۱:۵۰
شېوای شرق: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ليکوالو د آثارو چاپ ته چمتو دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وايي چې دغه وزارت چمتو دى د هېواد د ليکوالو او فرهنګيانو هغه آثار چاپ کړي چې چاپ ته چمتو دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق چې د دغه وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې د “آيينه ګران” کتاب د مخکتنې په غونډه کې خبرې کولې؛ له ليکوالو او فرهنګيانو سره دا ژمنه وکړه.
د “آيينه ګران” کتاب چې پرون يې مخکتنه وشوه؛ سيد فيض الرحمن رائد قريشي په ٣٠٣ مخونو کې ليکلى دى او د هغو کسانو شهرت او اندېشه پکې شامله ده چې د حضرت بيدل د شاګردانو په توګه پېژندل کېږي، له هغه څخه یې الهام اخیستى او خپله د عرفاني آثارو پنځوونکي دي.
شېوای شرق په دې غونډه کې په هغو ټولنو کې چې له تاوتريخوالي سره مخ دي، د عرفاني آثارو، شعرونو او اندېشو د اغېزمنتوب په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: پرخاشګر عرفان چې کرشتي نفي کوي، حقيقت ته د انسان د رسېدو لپاره د حل اساسي لاره ده، لکه څنګه چې انسان تلي.
هغه وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی په نوي لمريز کال کې د هېواد د ليکوالو او فرهنګيانو هغه آثار چاپ کړي چې چاپ ته چمتو دي.

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۳
Background image

محمد طاهر زهير په پرتمين ډول "د سرتېري فلم جشن" پر جوړولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن ”د سرتېري فلم جشن” د جوړولو په موخه د چمتووالي او همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه جشن د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴۰
Background image

د "شکوه و پهنۀ زبان پارسي" کتاب مخکتنه وشوه

د غلام محمد محمدي تاليف ”شکوه و پهنۀ زبان پارسي” کتاب نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې مخکتنه وشوه .
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغه کتاب د مخکتنې په غونډه کې چې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۴:۳۷
Background image

محمد طاهر زهیر: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب د ليکوالو او ناشرانو ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن ”د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” کتاب د مخکتنې په وخت کې وويل: فرهنګي وده، په ټولو برخو کې د ودې او پرمختيا لپاره سريزه ده چې له. . .

BACK TO NEWS