زابل کې  (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۱
....

څه موده وړاندې د زابل د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې  ریاستونو (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې د لیکوالانو او ځوانانو لپاره د مقالو لیکلو سیالي جوړه کړه وه، چې نن یې پایلې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: په یاده سیالۍ کې لسګونه زابلي ځوانانو برخه اخیستې وه چې نن له لومړي څخه تر اوم مقام پورې ګټوونکو ته نغدي جایزې او نورې ډالۍ ورکړل شوې، د ښاغلي حماد په خبره دوی پلان لري، ترڅو داسې پروګرامونه د ولسواليو ځوانانو لپاره هم جوړ کړي.
  د ولايت مقام د دفتررٸيس حافظ عتيق الله او د دې ولايت د اقتصاد رٸيس مولوي عزت الله حاجي امير د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د ځوان نسل لپاره داسې ویښوونکي پروګرامونه د هېواد او نظام د بقا لامل کېږي او دې ته ورته نور پروګرامونه هم باید جوړ شي، د دوی په وينا د اسلامي نظام ګټې باید فرد فرد ته بیان شي.
۱۴۴۵/۵/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۱ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۳:۳۹
Background image

ننګرهار کې ۷ قلمه نيول شوي آثار د موزيم آمريت ته وسپارل شول

چهارشنبه ( ۱۰ د شعبان ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت په طورخم فرضي کرښه څو ورځې وړاندې نيول شوي ۷ قلمه آثار چې د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارل شوي و، نن رسماً د موزيم آمريت ته د ساتنې په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رئيس د طنین اطلاعات راډيو څخه څارنه وکړه

تېره ورځ د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثیق، چې د ملي راډيو تلويزيون آمر احمد شاه خادم يې هم ملتیا کوله، حصې اول کوهستانات ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د ابوریحان البیروني علمي او څېړنیز سیمینار د جوړېدو ناسته ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو کلتور ریاست له لوري د ابوریحان البیروني د شخصیت پېژندنې او اسلامي نړۍ ته د ترسره کړو خدمتونو په اړه د علمي او څېړنيز سیمینار د ترسراوي لپاره ګډې کمیټې د. . .

BACK TO NEWS