د یونسکو د علمي او کلتوري سازمان د لرغونو اثارو د بیا رغونې او ساتنې مسؤلې د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

په بامیانو ولایت کې د لرغونو آثارو د بیا رغونې او ساتنې مسؤلې الیسا پانوسیا او د یونسکو د ساینسي، تعلیمي او کلتوري سازمان د لرغونو آثارو د بیارغونې انجینر ډیویډ فاوارون د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رائد د باميانو د لرغونو آثارو په ساتنې د ټينګار په ترڅ کې وويل: باميان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې پکې زيات شمېر ارزښتناک لرغوني او تاريخي آبدات شتون لري او دغه لرغوني آبدات باید خوندي شي.
د ښاغلي رائد په خبره د باميانو لرغوني آثار چې له خطر سره مخ دي بيا رغولو ته جدي اړتيا لري. اوس له نيکه مرغه يونيسکو د باميانو د اطلاعاتو او کلتور د رياست سره په دې برخه کې همکاري کوي.
همدارنګه ښاغلي رائد د باميانو د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د يونسکو له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه.
په ورته وخت کې د یونسکو د لرغونو آثارو د بیا رغونې او ساتنې مسؤلې الیسا پانوسیا هم د بامیان ولایت لرغوني آثار په زړه پورې وبلل او پر ساتنه یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۵/۳/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۳۰ هـ ش