د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي ذبیح الله نوراني سره وکتل او د دغه ریاست اړوند عامه کتابتون او د باچا خان کمپلېکس څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی چارو معین وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه د هېواد د فرهنګي ودې، د تاریخي آثارو ساتنې او د مطالعې کلتور د پیاوړتیا مهم بنسټونه دي. وزارت ژمن دی، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په اداري، مالي او تخنیکي برخو کې لازمې همکارۍ وکړي، څو فرهنګي او ګرځندوی چارې لا پیاوړې شي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وویل: د وزارت مقام له مشرتابه څخه مننه کوو، چې د ریاست د فعالیتونو د ارزونې او ملاتړ لپاره یې سفر وکړ، رسنيزه برخه، د کتابتونونو پراختیا، مطالعې ته د ځوانانو هڅونه، د ګرځندوی وده او د تاریخي ځایونو ساتنه زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوو په دې برخو کې لا اغېزمن ګامونه واخلو.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی چارو معین د مسؤلینو په ملتیا د ننګرهار عامه کتابتون او د باچا خان له کمپلېکس څخه هم لیدنه وکړه، په ځینو برخو کې یې منسوبینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د یو شمېر چارو د ترسره کېدو په برخه کې یې د وزارت په استازولۍ د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق
