د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د امارت پېژندنې سيالۍ پايلي اعلان شوې

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۲
llll

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له خوا د سلګونو ځوانانو څخه د امارت پېژندني کتاب سيالي څو ورځې وړاندې اخستل شوې وه، چې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې پايلې اعلان شوې.
په مراسمو کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي انعام الله سمنګاني تر څنګ يو شمېر نورو مسؤلينو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی وو.
یاده سيالۍ کې شاوخوا ۳۴۰ کسانو ګډون کړی وو، چې د پايلو د اعلان پر مهال يې د لوړو نمرو اخيستونکو ځوانانو ته ارزښتمنې ډالۍ هم ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د وينا پر مهال وويل: امارت پېژندنه د نوي نسل لپاره د لومړيتوبونو څخه ده، ځکه نوی نسل به په دې وپوهيږي، چي دغه اسلامي نظام په څومره قربانيو، تکاليفو او ستونزو سره منځته راغلی دی.
د ښاغلي سمنګاني په وينا؛ د امارت پېژندنې سيالۍ څخه یې بله موخه دا هم ده، چي نوی نسل د اسلامي نظام په جوړښت، ساتنه او پرمختګ کې خپل مسؤليت ادا کړي.
د ارغنداب ولسوالۍ د پوهني امريت د نظارت مسؤل مولوي عبدالغفار عمري بیا وویل: ځوانان دې مطالعه وکړي، تعليم دې وکړي او هر کس دې د اسلامي نظام په موخو پوه شي او د ټينګښت له پاره دې يې کار وکړي.
ښاغلي عمري ټينګار وکړ، چې ځوانان دې ديني او عصري تعليم وکړي، دا د وخت اړتيا ده، که چيرې ځوانان په عصري او ديني تعليم کې پرمختګ وکړي، د نړۍ له احتیاج څخه به خلاص شو.
د يادولو وړ ده، چي له دې وړاندې د کندهار په نورو ولسوالیو او د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې هم ورته ازموینې اخېستل شوي دي.

۱۴۴۶/۵/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۸
Background image

قطر د افغانستان د کلتوري بنسټونو په استحکام او رغونه کې ونډه اخلي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د قطر هېواد د سفارت سلاکار مردیف القشوتی سره په لیدنه کې د تېرو څه باندې دریو کلونو په اوږدو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۸:۵۵
Background image

د مطبعو، خپرندویانو اتحادیو، کتاب او کاغذ پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه وشوه

یکشنبه (۲۹ جمادي‌الاول ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتابونو د خپرونو ریاست په دفتر کې د مطبعو، خپرندویانو اتحادیو، کتاب او کاغذ پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه د دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۱۷
Background image

د فریلانسینګ یا آنلاین کاروبار پروګرام څخه فارغ شوي ځوانان وستایل شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب‌الله الهام او د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي په حضور کې د فریلانسینگ یا آنلاین کاروبار له درې میاشتني پروګرام څخه چې په هرات. . .

BACK TO NEWS