د کتاب کره کتنې کمېسیون غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې د بیهقي رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ د کتاب کره کتنې کمېسیون د ۱۴۰۲ هـ ش لومړۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د یاد وزارت اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست رئیس مولوي امان الله مستغفر، د ویب سایټ او نشراتو عمومي آمر مولوي رحمت الله نړیوال او د کمېسیون یوشمېر غړو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
ورپسې د هیواد په کچه د غوره کتابونو راټولولو او د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري چاپولو باندي بحث وشو.
همدا راز د څو بابه کتابونو کره کتنه وشوه، چې په پایله کې هغه کتابونه چې له اسلامي ارزښتونو، افغاني عنعناتو سره سم او د معیاري املاء او انشاء له پلوه غني ول، چاپ ته ولیږل شول او کومو کتابونو چې نېمګړتیاوې درلودې، خپلو مسؤلو اشخاصو ته د اصلاح په نیت ولیږل شول.