د کابل سیند د پاکوالي او ښکلا په اړه ناسته وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۶:۵۹
..

چهارشنبه ( ۲۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرھنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې او څارنې کمېټې د هنر او فرهنګ په معینیت کې یولسمه ناسته ترسره کړه.  
په ياده ناسته کې د کابل سیند د پاکوالي او ښکلا پر لارو چارو خبرې وشوې او تصمیم ونیول شو، ترڅو له اړوندو ادارو سره له نیږدې خبرې وشي.
د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي وويل: کابل سیند د هیواد مهمه تاریخي آبده ده او د کابل ښار د قدامت او لرغونتوب د یوه تاریخي سند په توګه پس منظر لري، چې شاوخوا ورباندې د لرغوني کابل ښار ودانۍ ابادې شوي، حفاظت او ساتنه یې د هر هېوادوال ملي دنده ده.
عزیزي له هغو پانګوالو څخه چې وخت ناوخت د کابل په سیند او حریم باندې د تاسېساتو او پانګونې هڅې کوي وغوښتل، چې د کابل سیند تاریخې حرمت او لرغونتیا ته په کتو بل ځای پانګونه وکړي او کابل سیند دې د خپل هویت او تاریخ سره ارام پریږدي. 
په یاده ناسته کې په ګڼو هغو موضوعاتو هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شو، چې د کابل ښار د یو لړ ترمېماتي او رغنیزو چارو پورې يې اړه درلوده.

۱۴۰۳/۴/۱۳ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۳ ميلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS