د کابل د زوړ ښار د ودانيو د تاريخي سبک او معمارۍ ارزونه کيږي

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۷
Kabul province

یکشنبه ( ۲۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کابل ښار د تاریخي آبداتو، عامه ساحو او چاپېریال ساتنې د څارنې او ساتنې کمېټې ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ په ياد معينيت کې ترسره شوه.

یاده ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس، د اغاخان فرهنګي خدماتو موسسې، ښار جوړونې وزارت، د چاپیریال ساتنې ادارې او د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست استازو او مسؤلینو  ګډون درلود. 

ناسته کې د کابل ښار تېمور شاهي بڼ ته نژدې د لومړۍ حوزې تعمیر چې یو له تاریخي آبدو څخه ده، د ساتنې او استحکام په اړه، همدارنګه د کابل ښار لوړپوړېزو ودانيو په اړه چې د تاریخي آبدو ننداره د خطر سره مخ کوي، هر اړخیز بحث وشو. 

د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د یادې کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د کابل ښار په جوړه شوی عمومي فرهنګي نقشه د امکان په صورت له سره غور وکړي او د قوانینو په رڼا کې یاده کمیټه اولیتونه او ترجیحات په ګوته او راتلونکو ناستو ته یې وړاندې کړي، ترڅو د اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې د منظورۍ لپاره رهبرۍ ته واستوي. 

ښاغلي عزیزي وویل: د کابل زاړه ښار د معماریو او لرغونو سیمو ساتنه د هیواد د تاریخ، هویت او د اسلافو د ځلانده هنر او کمالاتو امانت دی، چې په ګډه یې باید وساتو.

۱۴۰۳/۲/۱۶ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۵ میلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS