د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د پوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ شو
د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د سولې په بهير کې د ښځو د رول تر شعار لاندې د پوهاوي ورکولو ورکشاپ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر د امريت په نوښت د دغه وزارت د تاريخي ابداتو د رياست کارکوونکو ته جوړ شو.
د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د دغه وزارت کارکوونکو ته د پوهاوي ورکولو په خاطر د دغه شان ورکشاپونو جوړول ګټور وبلل او ويې ويل : د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي يوه ناوړه پديده ده تاوتريخوالي نه يواځې د ښځو پر خلاف بلکې تاوتريخوالي د دغې پديدې د عامه مفهوم په نامه دى چې په ټولنه کې د زياتو رواني او روحي ستونزو د رامنځته کېدو سبب کېږي .
هغې زياته کړه چې تاوتريخوالي د ښځو پر ژوندانه ناوړې ټولنېزې، فرهنګي او اقتصادي اغيزې کوي، سره له دې چې د ښځو پر خلاف تاوتريخوالى يوه نړيواله پديده ده او په ټولو هېوادونو کې شتون لري خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لوړه ده . په افغانستان کې تاوتريخوالي ډول ډول عوامل لري چې عمده عوامل يې جګړه، او په ټولنه کې ناوړه دودونه او رواجونه دي او د دې سبب شوي دي چې ښځې زيات زيانونه وزغمي. هغې زياته کړه ښځې په هېواد کې د وروستيو دوو لسيزو په مثبتو بدلونونو او پرمختکونو کې اساسي او ارزښتناک رول درلود او بايد په راتلونکې کې په سياسي تصميم نيولو کې د هغوى په اغيزمن رول سترګې پټې نه شي او بايد په سياسي تصميم نيولو کې ونډه ولري او د ټولنې د نيمايي وګړو په توګه د ښځو ونډه په پام کې ونيول شي او د ښځو حقوق بايد محدود نه وي او له هغو څخه افزاري استفاده ونه شي.
په دې ورکشاپ کې د تاوتريخوالي د ډولونو، د نوعيت له پلوه تاوتريخوالي، کورني تاوتريخوالي او د جوړښتي تاوتريخوالي د موضوعګانو او مسئلو او له هغو سره د مبارزې د لارې چارې په اړه څرګندونې وشوې. بايد وويل شي چې د پوهاوي ورکولو دغه ورکشاپ د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په درشل کې د ښځو لپاره د ښځو د موسسې په مالي او تخنيکي همکارى جوړ شوى و.
کابل / د لړم٢٨مه /باختر