د چیچن جمهوریت پلاوي له عامه کتابتونونو رياست څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۲۰
ghjkl

 چهارشنبه ( ۷ د رجب المرجب ۱۴۴۶)  د عامه کتابتونونو رئیس ښاغلي حافظ نعمت‌الله منتظر د چیچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس ښاغلي جمبولات عمروف او ورسره مل پلاوي وکتل.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس ښاغلي حافظ نعمت الله منتظر د عامه کتابتونونو د تاریخچې، څانګو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، ښاغلي عمروف ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې ښاغلي عمروف د عامه کتابتونونو ریاست له مېلمه‌پالنې څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تاریخي او نېکو اړیکو یې ټینګار وکړ؛ همدارنګه نوموړي په افغانستان کې د کتابتونونو د پراختیا لپاره د مسلکي کتابدارۍ په برخه کې د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړه او د مرکزي کتابتون له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

۱۴۰۳/۱۰/۱۹ه‍‌ ل
۲۰۲۵/۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۸
Background image

سلګونو ځوانانو ته په بېلابیلو برخو کې دزده ‌کړو زمینه برابره شوه

د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د عربي، انګلیسي او کمپیوټر پروګرامونو د زده ‌کړو دری میاشتنۍ وړیا ښوونیزه دوره پيل شوه.
مسؤلینو وویل: دغه پروګرام د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د فراه اطلاعاتو او کلتور ریاست ګڼ شمېر قومي مخورو او ځوانانو ته د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړو دودونو مخنیوي) فرمان په اړه رونیز سیمینار وړاندې کړ.
مسؤلینو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د پنجشېر او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وکړې.
په دې ناستو کې د همغږیو په پیاوړتیا، د اطلاع رسوني. . .

BACK TO NEWS