د ځوانانو چارو معین د علیشنګ کلي له ځوانانو سره ولیدل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په ملتیا د علیشنګ د رضاکاره ځوانانو د ټولنې له غړو سره ولیدل.
د علیشنګ د ځوانانو مشر سید حیدر باچا له ښاغلي معین صاحب څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوري او له ځوانانو سره د لا ښه همغږۍ لپاره بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي، نوموړي د علیشنګ د رضاکاره ځوانانو د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د علیشنګ د ځوانانو هڅې وستایلې او د هغوی د هڅونې او ظرفیت لوړونې په موخه یې لپ ټاپ کمپیوترونه او نغدي مرسته هم وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ځوانانو لپاره به نورو برخو کې هم اسانتیاوې برابرې او وړاندېزونو او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

ګرشک کې لسګونو تنو بېوزلو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت ښوونیز مرکز کې د درېیمي دورې لپاره ۱۰۰ تنو بېوزلو زده کوونکو ته د کمپیوټر پروګرامونو وړیا زده کړو زمینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۰
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د آزادۍ ورځې) د ښې نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر۲۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه. . .

BACK TO NEWS