د ځوانانو چارو معینیت د فریلانسرانو د پیاوړتیا او تخنیکي ملاتړ غونډه ترسره کړه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۸:۴۸
Ggfgj

پنجشنبه ( ۲۸ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت نن د فریلانسرانو د پیاوړتیا او تخنیکي ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه ترسره کړه.

په دغه غونډه کې د حکومت د لوړ پوړو مسؤلینو تر څنګ د ځینو ملي او نړيوالو مؤسساتو استازو او ګڼ شمېر ځوانانو هم ګډون کړی وو.

په پیل کې د حکومت د رسنیو د مرکز رئیس ښاغلي نعیم الحق حقاني مسؤلینو او ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فریلانسینګ پروګرام د ځوانانو لپاره ګټور وباله او د ځوانانو چارو معینیت فعالیتونه یې وستایل.

د پرګرام په بله برخه کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت دغه پرګرام د هیواد د ځوانانو لپاره مهم یاد کړ او ځوانانو ته یې د وخت د مدیریت اړوند سپارښتنه وکړه، نوموړي زیاته کړه؛ په نړۍ کې چې هر فرد وخت مدیریت کړي، پرمختګ کوي.

د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد وویل: د ځوانانو د مهارتونو لوړولو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي، د فریلانسینګ زده کړې ځانګړی پروګرام پیل شوی، د یاد پروګرام څخه مو موخه دا ده، چې ځوانان د نړیوال فریلانسینګ پلیټ فارمونو سره بلد کړي او ورته د عوایدو سرچینه پیدا کړي.

 ښاغلي راشد زیاته کړه؛ د فریلانسینګ له لارې ځوانان کولای شي په نړیوالو پلیټ فارمونو کې دندې پیدا کړي، خپل مهارتونه وکاروي او له دې لارې عواید ترلاسه کړي، د دې پروګرام اساسي موخه دا ده، چې ځوانان د فریلانسینګ له لارې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي، نړیوالو بازارونو ته لاره ومومي، او د خپلو مهارتونو له لارې د غوره راتلونکي لپاره بنسټ کېږدي.

د یادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو معینیت تل هڅه کوي، چې د هیواد ځوان نسل ته د فریلانسینګ تر څنګ په علم، ورزش او د عقیدې له لارې د ځان بساینې فرصت برابر کړي، ترڅو دوی د مسلکي کارونو له لارې هم د ځان لپاره او هم د هیواد لپاره ګټور ثابت شي.

 

۱۴۰۳/۱۲/۹ ل

۲۰۲۵/۲/۲۷ ز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۹:۱۰
Background image

د کابل ټايمز ورځپاڼې ۶۳ کليزه پوره شوه

پنجشنبه( ۲۸ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د ورځپاڼو رياست اړوند د کابل ټايمز ورځپاڼې ۶۳ مه کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۸:۴۸
Background image

د ځوانانو چارو معینیت د فریلانسرانو د پیاوړتیا او تخنیکي ملاتړ غونډه ترسره کړه

پنجشنبه ( ۲۸ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت نن د فریلانسرانو د پیاوړتیا او تخنیکي ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه ترسره کړه.

په دغه غونډه کې د حکومت د لوړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۸:۴۵
Background image

د هنر او کلتور معین: رسنۍ باید د کورنيو تولیداتو بازار موندنې لپاره لا کار وکړي

پنجشنبه( ۲۸ د شعبان ۱۴۴۶) د ریاست الوزرا د اداري معاونیت مقام له هدایت سره سم د ملي سټنډرډ ادارې عمومي رئیس ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د عامې. . .

BACK TO NEWS