د ځوانانو چارو معينيت يو شمېر ښځينه ورزشکارانې وستايلې

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۹:۲۷
د ځوانانو چارو معينيت يو شمېر ښځينه ورزشکارانې وستايلې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت سرپرست لايق شاه ځدران نن
يو شمېر ښځيه ورزشکارانې وستايلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ځوانانو چارو معينيت سرپرست وويل چې نشه يي توکي د ځوانانو يوازېنى خطرناک دښمن دى او يوازېنۍ لاره چې دغه خطرناکه دښمن ناکاموي، ورزش دى.
ځدران له ښځينه ورزشکارانو څخه د ځوانانو چارو معينيت ملاتړ اعلام وکړ او زياته يې کړه چې په هر راز شرايطو کي بايد د ورزشکارانو په تېره بيا ورزشکارو نجونو ملاتړ وشي.
وروسته د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل چې په دايګنډي کې د نجونو لپاره ورزش اسانه کار نه دى او دغه نجونې له زياتو ستونزو سره مخ دي چې نن د يو دولتي مقام له لوري ستايل کېږي.
په دغو مراسمو کې د ځوانانو چارو معينيت د مصؤنيت رييس فدامحمد فايض وويل   دغه پروګرام د د ايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ جوړ شوى دى او په کې د دايکنډي ١٦ ورزشکارې نجونې، ٢ ښوونکي، د کابل د معلولو نجونو د ټيم په استازيتوب ٣ تنه، د نجونو د هنډبال او جمناسټېک له څانګو څخه  ٢ نجونې او دغه راز ITF  او موی تاى څانکو يوشمېر نجونې وستايلې شوې.
دغو ورزشکارو نجونو په کورنيو او بهرنيو سياليو کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او دغه راز په هغو سياليو کې چې ( موږ سوله غواړو) تر شعار لاندې د٤  ټيمونو  ترمنځ په باميانو کې ترسره شوې؛ لومړى مقام وګاټه.
کابل / د تلې ۷ مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

BACK TO NEWS