د ځوانانو چارو معينيت٥٠٠ کسانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړه
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانوچارو معين اجمل شاهپور نن د «طلوع آفتاب» لوړو زده کړو له مسوول سره یو هوکړه ليک لاسليک کړ
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هوکړه ليک له مخې «طلوع آفتاب» د لوړو زده کړو موسسه ٥٠٠ تنه په ٤٥ سلنې تخفيف سره د حقوقو او سياسي علومو، اقتصاد او کمپيوټر ساينس په څانګوکې د ځوانانو چارو معينيت له لارې مني.
د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسموکې «طلوع آفتاب» د لوړو زده کړو موسسې بنسټ ايښودونکي غلام رسول نبي زاده د دغه تحصيلي بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل چې «طلوع آفتاب» د لوړو زده کړو موسسه خپل پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت د پاليسۍ پر بنسټ ترسره کوي او تراوسه بريالي شوي دي چې١٨٠٠ کسان له بېلابېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته يې وړاندې کړي.
دغه راز په مراسموکې «طلوع آفتاب» د لوړو زده کړو موسسې رييس ډاکټر هارون احسانزي وويل چې دغه بنسټ د دغه هوکړه ليک پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دى.
وروسته د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور «طلوع آفتاب» د لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه پلاوي د ښو ولولو په ستاينې سره وويل: له شک پرته په ۱۸کلونو کې د دولت يوه ستره لاسته راوړنه د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو جوړول دي او موږ وياړو چې د ځوانانو چارو معينيت ځوانانو ته د تحصيلي اسانتياوو د برابرولو او ترلاسه کولو لپاره له پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کوي.
کابل/ د کب ١٠ مه/ باختر
