د ویناوالۍ له دوه میاشتني روزنیز پروګرام څخه لسګونه تنه ځوانان فارغ شول
دغه روزنیز پروګرام د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دوو راډیو ګانو په همکارۍ جوړ شوی وو چې نن پای ته ورسید او فارغ شویو ځوانانو ته یې تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
مسؤلینو وویل: د بیان او وینا مهارت د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه دي، چې هرڅوک کولای شي له دې لارې خپل فکر، نظریات او وړاندیزونه په اغېزمن او منظم ډول وړاندې کړي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه ډول پروګرامونه د ځوان نسل د فکري پیاوړتیا او د استعدادونو د غوړېدا لپاره ارزښتناک رول لري.
دغه راز مسؤلینو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به هم د ورته روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو په برخو کې خپلې هڅې جاري وساتي.
ورته مهال فارغ شویو ځوانانو د یاد پروګرام له جوړونکو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د ځوانانو د مسلکي ودې او مهارتونو د لوړولو لپاره د نور فرصتونه هم برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د مخاطبینو د جذب او پر ځان د باور رامنځته کولو لارو چارې، د وینا اصول او یو د شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړل شوه.
۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق
