د هنر ملي کور د جوړولو لپاره یوه طرحه وړاندې شوه

farzad
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۹:۳۲
د هنر ملي کور د جوړولو لپاره یوه طرحه وړاندې شوه

د “هنر ملي کور” د جوړولو لپاره د یوې طرحې د برابرولو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر په مشرۍ نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په دې غونډه کې چې د بېلابېلو بنسټونو استازیو په کې ګډون کړی و، د هنر ملي کور د جوړولو د اړتيا او په اوسنيو شرايطو کې د هنري ارزښتونو په دفاع کې د هنرمندانو د پيوستون په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د يو ټولنيز بنسټ په توګه د هنر ملي کور، کولاى شي ټول هنرمندان تر يو چتر لاندې راټول کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې دغه وزارت د هنر ملي کور د جوړولو په اړه د جمهور رييس د فرمان د تطبيق لپاره هېڅ راز مرسته او همکاري نه سپموي.
د غونډې برخه والو د هنر ملي کور د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل او په پاى کې پر يوې توحيد شوې طرحې موافقه وشوه چې جمهوري رياست ته ولېږل شي.

کابل / د لړم ٢٥مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۵۲
Background image

محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د “دافا” موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۴۱
Background image

محمد طاهر زهير د لاجورد فلم ملي جشن د پرانیستلو په مراسمو کې: سینما کولاى شي فرهنګ تبلیغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون پرون د لاجورد فلم ملي جشن په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې په تالار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محمد الیاس داعي یادغونډه جوړوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال محمد الیاس داعي یاد غونډه په نږدې ورځو کې په کابل کې جوړوي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر. . .

BACK TO NEWS