د هلمند مارجې ولسوالۍ کې د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت په نوښت د یادي ولسوالۍ د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د یادي ولسوالۍ نظامي او ملکي مسئولینو ترڅنګ قومي سپین ږیرو او مخورو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه.
په پیل کې غونډې ته راغلو ځوانانو د خپلو ستونزو او مشورو شریکولو ورورسته وویل، دا هیوا او نظام زموږ د ټولو ګډ دی، د نظام په پایښت او د هېواد په ترقۍ کې د علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ونډه اړینه ده، چې به خبره یې موږ له خپل پلوه د هیواد د ابادۍ او نظام د ټینګښت لپاره چمتو یو، هیڅ همکاري نه ځني سپموو.
ځوانانو د خبرو په دوام د تعلیم پر ارزښت خبري وکړې او ولسونه یې دیني او عصري زده کړو ته راوبلل، همدا راز یې په مارجې ولسوالۍ کې د لېسو او ښوونځیو پر وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه او له مسؤلینو څخه یې د حل غوښتنه وکړه.
ورپسې د ځوانانو چارو مدیر ښاغلي حنظله د خپلو خبرو پر مهال له ځوانانو وغوښتل چې خپله انرژي دي د ټولنې په اصلاح، د هیواد په رغونه او د نظام په ملاتړ کې مصرف کړي، د هیواد د دښمنانو په تبلیغاتو دي نه تېروځي، د ناروا تبلیغاتو شنډولو هڅه دي کوي.
دده په خبره ځوانانو ته کار کول او د هغوی د ستونزو حلول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، د دوی د ستونزو په حلولو کې او تر مشرانو رسولو کې تر خپل توانه پوره هلي ځلي کوو.
غونډې ته نظامي او ملکي مسئولینو او قومي مخورو هم ویناوې وکړې.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د ځوانانو چارو ښاغلي مدیر تر دې وړاندي ګرشک ولسوالۍ کې هم ورته غونډه ترسره کړې ده.
۱۴۴۴/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش