د هرات ولايت اقتصادي مرستيال مولوي مهاجر فراهي د ژورنالستانو او رسنيو سره تعارفي ناسته وکړه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۲۰:۱۷
…

دوشنبه(۲ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين او د هرات ولايت اقتصادي مرستيال مولوي مهاجر فراهي د ژورنالستانو او رسنيو سره تعارفي ناسته وکړه.
 ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين او د هرات ولايت مقام اقتصادي مرستيال مولوي مهاجر فراهي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي، د نورو دولتي ادارو مسؤلينو، خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ګډون کړی و.
ښاغلي فراهي د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو او ژورناليستانو رول مهم وباله او له دوی يې وغوښتل چې په رښتينولۍ سره خبري واقعات خپاره کړي.

نوموړي زياته کړه؛ اسلامي امارت د بيان د ازادۍ او اطلاع رسونې برخه کې له رسنیو ملاتړ کوي، دا مهال هېواد کې بنسټيزې پروژې روانې دي، تر څنګ يې د اوبو بندونه جوړول، د کانونو ويستل، د داخلي تولیداتو زياتېدل او داسې نور واقعيتونه بايد له رسنيو څخه خپاره کړل شي. 

د ژورنالستانو او رسنيو په استازولۍ دوو تنو ژورنالستانو محسن کريمي او احمد احمدي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت او کړنو څخه يې ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه؛ د بهرنيو رسنيو د دروغجنو خبرونو پر وړاندې مبارزه کوي او واقعيتونه خپروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر روسیې هېواد ته روان شو

‏د ا.ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسیې هېواد په رسمي بلنه د فرهنګونو اتحاد فورم ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شو.

ښاغلی خیرخواه صاحب به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د امارتي ادارو له ویاندویانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. 

د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مولوي مطيع الله متقي، خبريالانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

ننګرهار کې د کلتور ښوونیز مرکز له MOS پروګرام څخه لسګونه تنه فارغ شول

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کلتور ښوونیز مرکز څخه د ( Microsoft office Specialis ) په برخه کې له شپږ میاشتني روزنیز پروګرام  څخه  ۶۰ تنه فارغ شول.
دغه فراغت غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS