د ننګرهار عامه کتابتون کې د مطالعې مینوالو ته د انټرنټی اسانتیا برابرېږي

farzad
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۹:۲۴

د ننګرهار عامه کتابتون په بېلا بېلو برخو کې تر ۱۰ زرو ډېر کتابونه لري، چې هره ورځ پکې لسګونه تنه پر مطالعه بوخت وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ننګرهار عامه کتابتون کې اوسمهال له لس زرو ډېر دیني، علمي، فرهنګي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو برخو کې کتابونه شته چې پر ننګرهار سربېره د نورو ولایتونو څخه ورته زده کوونکي او محصلان د مطالعې او خپلو تحقیقي کارونو د بشپړولو په موخه راځي.
د عامه کتابتون مدیره فریما امرخېله وايې چې دوی د هېوادوالو د مطالعې په موخه هره ورځ د سهار له اتو بجو تر ماذیګر څلورو بجو پورې عامه کتابتون پرانیزي چې په خبره يې د مطالعه کوونکو لپاره يې ټولې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.
امرخېله وايې: دوی د مطالعې په مهال د نجونو او هلکانو لپاره جلا ځایونه لري، چې په خبره يې د کتاب لوستنې په مهال ورته هېڅ ډول ستونزه نشته.
د هغې په خبره دوی د کتاب لوستونکو او مطالعې لپاره د مناسب چاپيریال او ځای په رامنځ ته کولو او جوړولو بریالي شوي او هڅه کوي چې په همدې عامه کتابتون کې د زده کوونکو او هغه خلکو لپاره چې مطالعه کوي، د انټرنیټ اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د ننګرهار عامه کتابتون ته د مطالعې په موخه راغلي زده کوونکي او محصلان وايې چې دوی د ننګرهار عامه کتابتون په موجودیت سره ډېرو برخو کې مطالعه کړې او لا هڅه کوي چې له دې فرصته ګټه واخلي.
محمد هارون او شیرین اغا له همدې ځوانانو څخه دي چې هره ورځ د خپل ورځني مهال وېش له مخې عامه کتابتون ته راځي او وايې چې تر اوسه يې د خپلې خوښې مطالعې په برخه کې له پنځوسو څخه زیات کتابونه لوستلي او وايې چې د عامه کتابتون له لارې به خپلې مطالعې ته دوام ورکړي.
دوی له ټولو ځوانانو وغوښتل چې د ځان او ټولنې د پوهاوي لپاره باید کتاب لوستنې ته وخت ورکړي او هیله يې وښوده چې په ننګرهار کې د عامه کتابتون له موجدیته باید ځوانان ګټه واخلي او د مطالعې دود عام کړي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار عامه کتابتون د ټولو هېوادوالو لپاره جوړ شوی او د مطالعې هر مینوال کولای شي چې په وړیا ډول ترې کتاب ترلاسه کړي او مطالعه یې کړي.
جلال آباد / د تلې ۲۲ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۴
Background image

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو ټولنې نن په بلخ کې په فعاليت پيل وکړ. دغه ټولنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت په همکارى په مزارشريف ښار کې د مولانا خال محمد خسته د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

پوهاند محمد رسول باوري د هېواد د ناملموس فرهنګي ميراثونو د ثبت د بهير په ګړندي کولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ نن د فرهنګي ناملموسو ميراثونو کمېټې غونډه وکړه .
د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې  د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۳۳
Background image

فدا: د ازبکي ژبې نمانځل د افغان قومونو یووالی ثابتوي

کونړیان وايي چې د ازبکي ژبې نمانځل په افغانستان کې د مېشتو قومونو یووالی ثابتوي او د هېواد  د هرې ژبې ویونکی افغان دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د کونړ. . .

BACK TO NEWS