د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له دویمې، څلورمې او لسمې ناحيې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۴
..

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسیون د کابل ښار د دویمې، څلورمې او لسمې ناحیې اړوند لوحو څخه د پتې موندلو په موخه څارنه وکړه.
د دې څارنې او اصلاحي بهیر په پیل کې د یادو سیمو د اهمیت، او د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د څرنګوالي په اړه له رسنیو او اصنافو سره خبرې وشوې.
همدارنګه، د غیرمعیاري لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو لپاره د کمیسیون د مسلکي غړو له لوري د هېواد په ملي ژبو بدیلونه وړاندې شول او د ځینو لپاره اصلاحی وړاندیزونه هم وشول.
همداراز، د کابل ښاروالۍ له خوا لګول شوې ډېری لوحې د کمیسیون د طرزالعمل له معیارونو سره سمې عیار شوې دي او هغه لوحې چې نیمګړتیاوې لري، د کمیسیون په راتلونکي ناسته کې به پرې پرېکړه وشي.
د یادونه وړ ده، چې په دې ساحوي پروګرام کې د کابل ښاروالۍ له لوري له (۲۵) څخه زیاتو لګول شویو لوحو څخه څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۷/۲۳ ه‍ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۳۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د مشرتابه د فرامینو او احکامو ښه پلي کیدو په موخه اصلاحی ناستې ترسره شوه

چهارشنبه نېټه(۱۴۴۸ ربیع‌الثانی ۲۴مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

ننګرهار کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۰
Background image

وړیا ښوونیز مرکز کې شاوخوا ۱۶۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند په وړیا ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر پروګرامونو او انګليسي ژبې د زده کړو په برخو کې شاوخوا ۱۶۰ تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د. . .

BACK TO NEWS