د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۹
..

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د دې ولایت اړوند بادپښ ولسوالۍ کې چې د ۴۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې) په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په وینا: له یادې سیالۍ څخه موخه ځوانان د اطاعت له ګټو او اغېزو خبرول، مطالعې ته د ځوانانو هڅول او د مطالعې کلتور پیاوړي کول وو.
د مسؤلینو په وینا د یادې سیالۍ لومړي مقام کټونکي ته یو کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته لاسي ساعت، دریم مقام ګټونکي ته نغدي جایزه او په ترتیب سره نورو مخکښ ګډونوالو ته هم بېلابېلې ډالۍ ورکول شول.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم په قرغیو ولسوالۍ کې په یاد کتاب کې له ۵۰۰ تنه ځوانانو څخه ازموينه اخیستل شوې وه، چې مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو نازول شوي وو.

۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

لغمان کې یوه لرغونې سیمه کشف شوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو دایمي پنډغالي سره د تورغره په لمن کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې تاریخي مخینه یې د بودیزم دورې ته رسیږي.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

BACK TO NEWS