د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نامه سیمینار وړاندې شو
د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکاریو ددې ولایت د پوهنتون استادانو، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو، د جوماتونو امامانو او د رسنیو کارکوونکو ته د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نامه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
سیمینار کې ویناوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې څخه مننه وکړه، چي دا ډول ګټور علمي او فکري پروګرامونه په ټولنه کي پلي کوي، هغوی ژمنه وکړه، چي د (شرعي نظام په استحکام کي د اطاعت اغېزې) کتاب د محتوا د عامولو او د ټولنې د اصلاح په برخه کي به له اړوندو ادارو سره پوره همکارۍ وکړي.
ویناوالو زیاته کړه، چي لله الحمد اوس مهال په هېواد کي شرعي نظام حاکم دی او د امیرانو اطاعت د نظام په پیاوړتیا کې ځانګړۍ اهمیت لري.
۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
