د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رسنیو له مسؤلینو سره غونډه تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۲:۰
....


د سرپل ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: چې د دغې غونډې موخه د حکومتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لاښې همغږۍ جوړول دي.
ښاغلي حقنما د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې پر وخت، دقیق او داسې نشرات وکړئ، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
ورپسې د رسنیو مسؤلینو په دغه برخه کې د همکارۍ او غمغږۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي حقنما ور سره په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.


۱۴۴۵/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د فريلانسنګ برخه کې ۹۰ تنو ځوانانو زده کړې پيل شوې

  د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او وای، اېچ، ډي، او موسسې په ګډې همغږۍ د فريلانسنګ برنامې لپاره له ۳۵۰ تنو ځوانانو څخه ازموېنه اخيستل شوې وه، چې تېره ورځ ۹۰ تنه بريالي شويو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

زابل کې  (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې سیالۍ پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د زابل د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې  ریاستونو (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې د لیکوالانو او ځوانانو لپاره د مقالو لیکلو سیالي جوړه کړه وه، چې نن یې پایلې اعلان شوې.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

نن شنبه (۱۸ د جمادي الاول ۱۴۴۵) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه غونډه په کاري ساحه کې د جديت، د کارونو د بهبود او خپلو مسؤلیتونو ته د کارکوونکو د متوجه کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS