د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبري کنفرانس تر سره کړ

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اطلاعاتي، کلتوري، تاریخي، فرهنګي، ادبي، او فکري برخو کې د خپلو کړنو او تیر کال د لاس ته راوړنو په هکله د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.
د زابل اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د کنفرانس پرمهال وويل: تیر کال د زابل مرکز او ولسوالیو په کچه ۱۸ تاریخي آبدې ثبت شوي، څلوېښت فکري، کلتوري، ادبي، روزنیزې، او ټولنیزې ناستې یې ترسره کړي، چې پرمهال یې سلګونه کسان کډونوال و، همدا رنګه يې د مطالعې، کتاب لوستنې او ځوان نسل د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم بیلابیل پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
ښاغلي حماد وویل: د اطلاعاتو، او کلتور او ګرځندوی تر څنګ دوی تیر کال د ځوانانو چارو آمریت له لوري هم د ځوانانو سره په بیلابیلو برخو کې ناستې کړي او شاوخوا ۴۰۰ بیوزله ځوانانو ته د وړیا عصري زده کړو زمینه برابره کړې ده.
١٤٤٥/٩/٢٤هــ ق
١٤٠٣/١/١٥هــ ل