د رسنیز بهیر د ودې او پرمختګ په پار مشورتي غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه ۱۴۴۴/۵/۱۱ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین ښاغلي ملا سعدالدین سعید په مشرۍ د رسنیز بهیر د ودې او پرمختګ په پار مشورتي غونډه ترسره شوه، چې پکې نشراتي معین ښاغلي مهاجر فراهي، فرهنګي معین ښاغلي عتیق الله عزیزي، د ا.ا مرستیال ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي، د ملي راډیو تلویزیون رئیس ښاغلي احمدالله وثیق او مطبوعاتي رئیسانو ګډون درلود.
غونډه چې د قرآن کريم په څو مبارکو آیتونو را پیل شوه، د مطبوعاتي بهیر پر شته ستونزو او ننګونو بحثونه وشول، د لابهترۍ او بهبود په پار اړین نظرونه سره تبادله شول او د راتلونکو پلانونو پر لارو چارو خبرې وشوې.