د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس او د هېواد د نامتو رسنیز فعال دواخان مینه پال د ترور په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

farzad_moicgovaf
جمعه ۱۴۰۰/۵/۱۵ - ۱۴:۲
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس او د هېواد د نامتو رسنیز فعال دواخان مینه پال د ترور په اړه د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس او د هېواد د رسنیز ډګر فعال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ښه همکار نن له غرمې وروسته په کابل کې په داسې حال کې چې د جمعې لمانځه د اداکولو لپاره جومات ته روان و، په ترهګریز برید کې ژوند بایلود.

دغه خبر موږ سخت خواشیني کړو او بشپړ باور  لرو چې دغه خبر د هېواد د رسنیو کورنۍ هر غړی او ټول هغه خلک چې دا نېک او وطن پالی شخصیت یې له نږدې پېژاند، سخت خواشیني کړي دي.

شهید مینه پال یو مهال د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس و. همدارنګه څه موده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رییس هم و، بیا د جمهوري ریاست د ویندوی د مرستیال په توګه یې کار  وکړ او په دغو وروستیو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس و. همدارنګه شهید مینه پال د خبریالانو او رسنیو د نورو کارکوونکیو د مالي ملاتړ صندوق په جوړولو کې د پام وړ نقش لاره او د دغه صندوق د مشرتابه غړی هم و. دی په خپلو اړوندو چارو کې د هېواد د یو رښتیني خدمتګار، رسنیر فعال او د بیان آزادۍ د پیاوړي ملاتړي په توګه ښه وځلېد.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د رسنیز ډګر د نامتو فعال ترور په کلکه غندي او د دغه برید عاملان د بیان آزادۍ او رسنیو دښمنان ګڼي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مینه پال مرګ د هېواد په رسنیز ډګر کې نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او ځان په دغه ویر او ماتم کې شریک ګڼي او د لوی خدای له درباره ورته د فردوس جنت او د ده کورنۍ او همدارنګه د هېواد د رسنیو کارکوونکیو ته د صبر او زغم هیله کوي.

کابل/ د زمري ۱۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د فرهنګي چارو د کمېسيون رييس ذبيح الله مجاهد نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په شان خپلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد نصرالله حافظ د زوکړې ۹۰ کالیزې د نمانځنې په مناسبت غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور فقیر میوند، د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه د ويډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د. . .

BACK TO NEWS