د "بهار هنرها" په نامه نندارتون په لوګر کې جوړ شو

farzad_moicgovaf
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۴۱
د "بهار هنرها" په نامه نندارتون په لوګر کې جوړ شو

د هنرونو پسرلی (بهار هنرها) په نامه نندارتون نن د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست او د خطاطانو، خوش نويسانو او انځورګرو اتحاديې په همکارۍ په دغه ولايت کې جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د خطاطۍ، رسامۍ، انځورګرۍ او نورو هنرونو آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي د هنرمندانو ملاتړ د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې لومړيتوبونه وبلل او د خطاطۍ، انځورګرۍ او نورو هنرونو د ودې او پراختيا په لاره کې د دغه شان نندارتونونو جوړول مهم وبلل.
رحيمې زياته کړه: اوس په لوګر کې هنري حالت دومره ښه نه دى او هلې ځلې کوو چې د هنرمندانو په همکارۍ په دغه ولايت کې فرهنګي انقلاب رامنځته کړو او په لوګر کې د فرهنګي او هنري برخې دوه زره کلنې وياړنې راژوندي کړو.
د نندارتون يو کتوونکي سيداجمل سروش له سيمه ييزې ادارې د ليکوالو او هنرمندانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

کابل/ د وري ۱۷ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون پيل شوه

د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير او د کورنيو او بهرنيو پوهانو په ګډون پيل شوه.
له هرات ښار څخه د باختر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

محمد طاهر زهير په هرات کې هنري او فرهنګي نندارتون پرانيست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د کتاب، د ميناتورۍ د آثارو او د لاسي صنايعو نندارتون د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې پرانيست.
دغه نندارتون د اميرعلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۳:۵۱
Background image

د اميرعلي شېرنوايي د نړيوال سمينار برخه والو د امير علي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پر مقبرو د ګلانو ګېډي کېښودې

د امير علي شېر نوايي د افکارو د بيا کتنې د نړيوال سمينار ګډون کوونکو نن په هرات ښار کې د اميرعلي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پرمقبرو د ګلانود ګېدى کېښودې.
له هرات ښار څخه باختر اژانس د. . .

BACK TO NEWS