د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره بشپړه شوه

farzad
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۹:۲۳
د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره بشپړه شوه

د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره نن د موظف کمېسيون په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى په مشرۍ جوړه شوه، بشپړه شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د "باختر اطلاعاتي آژانس" د خپرونو، تخنيکي، مالي او اداري چارو د لا ښه تنظيمولو په موخه د دولتي ورځپاڼو د رييس فريد احمد فرهنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيزو چارو د سلاکار ډاکټرمحب الله ذاکري، د باختر اطلاعاتي آژانس د رييس نجيب الله شينواري او د رسنيو د تقنين څانګې د کارپوهې حماسې اندړ په غړيتوب يو کمېسيون موظف کړى و چې د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره چې لومړنۍ طرحه يې د دغه وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى تدوين کړې ده، بشپړه کړي. د کمېسيون غړيو په څو ناستو کې دغه طرحه وڅېړله او په نننۍ غونډه کې يې بشپړه کړه. دغه طرحه په پنځو فصلونو او اتلسو مادو کې برابره شوې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام له تاييد او د ماليې وزارت د موافقې له ترلاسه کولو وروسته، د تقنيني پړاوونو د بشپړولو په موخه عدليې وزارت ته استول کېږي.

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۹:۲۳
Background image

د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره بشپړه شوه

د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره نن د موظف کمېسيون په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى په مشرۍ جوړه شوه، بشپړه شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

عبدالمنان شېواى شرق په پرتمين ډول د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون پر جوړولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق په مشرۍ نن د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره د تياري غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د باختر. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

محمد طاهر زهير د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهرزهير نن د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رييس شميم خان کټوازي سره د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه د همکارۍ هوکړه ليک. . .

BACK TO NEWS