د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون پيل شوه

farzad_moicgovaf
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۴:۵
د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون پيل شوه

د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير او د کورنيو او بهرنيو پوهانو په ګډون پيل شوه.
له هرات ښار څخه د باختر اطلاعاتي آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په پيل کې د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار د جوړولو کمېسيون د علمي کمېټې رييس عزيز ارال د دغې کمېټې کاري رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د دغه سمينار په مناسبت څه ناڅه ۵۰ علمي مقالې کمېسيون ته استول شوې وې چې د علمي معيارونو له په پام کې نيولو سره په يوه ځانګړې ټولګه کې چاپ شوې دي.
هغه په ازبکستان کې د اميرعلي شېرنوايي د “خمسه” د چاپولو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې ډېر ژر به کابل ته واستول شي او د افغانستان پوهنتونونو او نورو علمي بنسټونو ته به ورکړل شي.
ارال د افغانستان اسلامي جمهوريت له جمهوررييس محمد اشرف غني څخه د دغه سمينار جوړولو ته د ځانګړې پاملرنې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست محمد طاهر زهير څخه د کمېسيون د کار د رهبرۍ او مديريت او په پرتمين ډول د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار په جوړولو کې د هر اړخيزې همکاري په خاطر مننه وکړه.
وروسته د سمينار د علمي کمېټې غړي په خپلو ځايونو کې کېناستل او کورنيو او بهرنيو پوهانو د خپلو علمي مقالو په لوستلو پيل وکړ.
ټاکل شوې ده د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار په علمي برخه کې نن ۲۰ مقالې ولوستل شي.
کابل/ د وري ۱۹ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون پيل شوه

د امير علي شېر نوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير او د کورنيو او بهرنيو پوهانو په ګډون پيل شوه.
له هرات ښار څخه د باختر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

محمد طاهر زهير په هرات کې هنري او فرهنګي نندارتون پرانيست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د کتاب، د ميناتورۍ د آثارو او د لاسي صنايعو نندارتون د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې پرانيست.
دغه نندارتون د اميرعلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۳:۵۱
Background image

د اميرعلي شېرنوايي د نړيوال سمينار برخه والو د امير علي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پر مقبرو د ګلانو ګېډي کېښودې

د امير علي شېر نوايي د افکارو د بيا کتنې د نړيوال سمينار ګډون کوونکو نن په هرات ښار کې د اميرعلي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پرمقبرو د ګلانود ګېدى کېښودې.
له هرات ښار څخه باختر اژانس د. . .

BACK TO NEWS