د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د بیارغونې چارو څخه ليدنه وکړه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۱
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسيمي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار سره یوځای د مولانا جلال ‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د بیارغونې له روان بهیر څخه لیدنه وکړه. 
د دغې لیدنې پر مهال د تیکا دفتر رئیس د دې تاریخي ودانۍ د اوسني وضعیت، د بیارغونې د روانو چارو او د راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: هڅې کېږي، چې رغنیزې چارې د ودانۍ د اصلي بڼې په ساتلو سره ژر تر ژره بشپړې شي.
ورته مهال د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار وويل: تاریخي آبدې د هېواد د فرهنګي هویت مهمه برخه جوړوي او ساتنه یې د راتلونکو نسلونو لپاره د ارزښتمند میراث د خوندي کولو په معنا دي، د امارتي ادارو او همکارو بنسټونو ترمنځ همغږي کولای شي، د تاریخي ځایونو د ساتنې بهیر لا چټک او اغېزمن کړي.
د یادونې وړ ده، چې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار خانقاه د بلخ ولایت له مهمو تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه شمېرل کېږي، چې د بيارغونې چارې يې اوس مهال دوام لري.

۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

ګرشک کې لسګونو تنو بېوزلو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت ښوونیز مرکز کې د درېیمي دورې لپاره ۱۰۰ تنو بېوزلو زده کوونکو ته د کمپیوټر پروګرامونو وړیا زده کړو زمینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۰
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د آزادۍ ورځې) د ښې نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر۲۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه. . .

BACK TO NEWS